په کمبودیا کې ۳،۲ ټنه عاج کشف او ضبط شوي دي
چارواکو ویلي چې دا کانټینر له موزمبیق څخه کمبودیا ته استول شوی و.
د کمبودیا د ګمرک او مالیو یوه چارواکي سن چای نن فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دا نژدې ۱۰۲۶ عاجونه په یوه کانټینر کې د مرمر تېږو په مینځ کې په پټه ځای پرځای شوي وو او خاوند یې ظاهراً تښتیدلی دی.
د کمبودیا د ګمرک چارواکي وايي چې په پلازمېنه پنوم پن کې د امریکا سفارت د دې عاجونو په اړه کمبودیايي چارواکو ته معلومات ورکړي وو.