د ترکیې د ریل په یوه تم ځای کې د ټکر پېښې ۹ تنه ووژل
د انقرې والي، واصف سهین نن پنجشنبه د ډسمبر۱۳مه خبریالانو ته وویل چې سهار وختي د رېل لوکوموتیف د رېل د پټلۍ د تفتیش پرمهال، د یوه چټک رېل سره ټکر شو.
د درېیو زخمیانو روغتیايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.
دا پېښه د انقرې په لویدیځ کې د مارسندیز په نوم د رېل ګادي په تمځای کې شوې ده.
په هغو عکسونو کې چې د پېښې له ځايه خپاره شوي، لیدل کېږي چې د بېړنیو حالاتو ځانګړي کارکوونکي، د پېښې په ځای کې د زخمیانو د ژغورنې هڅې کوي.