د ترکیې د ریل په یوه تم ځای کې د ټکر پېښې ۴ تنه ووژل
د انقرې والي خبریالانو ته وویل، دغه ګړندي ریل نن سهار وختي له هغه تخنیکي ریل ګاډي سره ټکر وکړ چې د همدې ریل پر پټلۍ یې د کنټرول چارې سرته رسولې.
دا نه ده روښانه چې د پیښې په وخت کې د دغه ریل سرعت څومره و.