د سعودي په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د ټپي یاغیانو د انتقال اجازه کړې
د ټپیانو دا انتقال د سولې په هغو خبرو کې چې په دې اوونۍ کې په سویډن کې ترسره کېږي، پکې د ګډون لپاره د حوثي یاغیانو مهم شرط و.
دا خبرې په یمن کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو په هدف ترسره کېږي.
ډیپلوماتان وايي، تمه لري چې په سویډن کې د سولې دا خبرې به د چهارشنبې تر ورځې پیل شي.
وروسته له هغې چې لوېدیځو هېوادونو پر سعودي عربستان فشارونه زیات کړي، د دې خبرو د پیلېدو لپاره خوشبیني زیاته شوې.
د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف هڅه کوي چې په یمن کې حوثي وسله وال وځپي او د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي.