د سپوږمۍ درې کاڼې په ۸۵۵ زره ډالرو وپلورل شول
د سپوږمۍ دا کاڼې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د انتیکو د یوه راټولوونکي له خوا په ۴۴۲ زره امریکايي ډالرو اخیستل شوي وو.
دا تېږې په پیل کې د نینا کرولېوا مربوط وې چې هغې د دې د فضا نورد خاوند سرګي کرولیوف خدمتونو ته د درناوي په خاطر د شوروي اتحاد له خوا ډالۍ کې ورکړل شوې وې.
بل خوا د امریکا فضايي ادارې ناسا د دوه نیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت د قراردادونو لپاره نهه کمپنۍ غوره کړې، څو داسې فضايي بېړۍ جوړې کړي چې سپوږمۍ ته د اکمالاتو او د څېړونو د ماموریتونو په لېږد کې مرسته وکړي.
ناسا د پنجشنبې په ورځ خپل هغه پلان اعلان کړ چې غواړي په راتلونکې لسیزه کې سپوږمۍ ته انسانان واستوي.
دا به د ۱۹۶۰ لسیزې د اپولو د ماموریت راوروسته لومړی ځل وي چې ناسا بیا سپوږمۍ ته فضايي څېړونکي استول غواړي.