کورنیو چارو وزارت تېرکال د نشه يي موادو ۳زره قاچاقچیان نیولي
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار په یوه خبرې غونډه کې وویل، دا عملیات د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شوي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه لوی قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.
ښاغلي بختیار زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۳۱۵ ټنه نشه يي مواد نیولي دي.
دی وايي:
"۳۱۵ اعشاریه ۶۶۱ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي چې د تېرکال په پرتله په سلو کې ۲۶ ډېروالی ښيې. دغه ډول ۲۲۱۴۵ ټابلېټ (K) ګولۍ هم نیول شوې چې له بهره هېواد ته را وړل کېږي او په سلو کې ۶۰ ډېروالی په کې راغلی دی."
د یادونې وړ ده چې دا عملیات د ټولو افغان امنیتي ځواکونو په ګډه مرسته ترسره شوي دي.