چارواکي: د یوې افغان پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښې ۲ تنه وژلي
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوې ده.
د ښاغلي جاوید په خبره، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي.
تېره میاشت هم د دفاع وزارت یوه هلیکوپټره د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې رانسکوره شوه چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول.
دفاع وزارت هغه مهال وویل چې یاده هلیکوپټره هم د فني ستونزې له امله له غره سره وجنګېده او بیا رانسکوره شوه.