افغان حکومت نن چهارشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی
ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لارښونې پر بنسټ به نن چهارشنبې په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
د امنیتې چارواکو په وینا د سې شنبې په ماښام یو ځان وژونکی بریدګر د کابل په ۱۵مه ناحیه کې د اورانوس په هوټل کې هغه محفل کې چاودنه وکړه چې پهکې یو شمېر دیني عالمان او عام افغانان د میلاد النبي په مناسبت یوې غونډه کې راټول شوي وو.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح د سې شنبې په ماسوختن ازادي راډیو ته وویل چې له دې پېښې لږ تر لږه پنځوس جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي.
مجروح زیاته کړه:
"د روغتیا وزارت د شمېرو په پر بنسټ پهدې پېښه کې ۵۰ تنه هېوادوال شهیدان شوي او تقریباً ۷۲ نور ټپیان شوي دي."
د ښاغلي مجروح په وینا د شلو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د کابل د امنیې قوماندانۍ ویندویانو بیا د وژل شوېو شمېر 43 تنه یاد کړی او د ټپیانو یې تر ۶۰ زیات بللی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د اورانوس په هوټل کې د دې محفل جوړونکو پولیس مخکې له مخکې د خپلې غونډې په اړه نه و خبر کړي.