رستمي: په خوست کې پر بڼوالو د افتونو ضد کرنیز درمل ویشل کېږي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه کرنیز درمل چې د دې ولایت پر ۲۰۰ بڼوالو وېشل کېږي پهکې د مڼو ونو د تنو د خوندي کولو په پار استعمالېږي.
نوموړي همدارنګه وویل چې پهدغو مرستو کې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه یوریا کیمیاوي سره هم شامله ده.
د دغو مرستو موخه د بڼوالو ملاتړ او د افتونو او ناروغیو پر وړاندې د دوی د بڼونو خوندي کول دي.