ملي امنیت: په کابل کې د داعش ۴ غړي له وسلو او مهماتو سره نیول شوي
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دې ډلې د کابل په بېلابېلو سیمو کې په ترهګرو فعالیتونو او د اشخاصو په ترور کې لاس درلود.
د ملي امنیت ریاست د نیول شویو څلورو تنو تصویرونه هم رسنیو ته استولي او ویلي یې دي چې دې کسانو له داعش سره پر یو ځای کېدو او دې ډلې ته د ځوانانو په جذبولو اعتراف کړی دی.
د یادونې وړ ده چې وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار کې د څو خونړیو بریدونو مسؤلیت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی.
په دې لړ کې وروستۍ حمله ارګ ته نېږدې پر هغو اعتراض کوونکو وه چې له حکومت څخه یې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د عملیاتو غوښتنه کوله.