چارواکي: د مالستان ولسوالي په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"د تېرو لسو ورځو له جګړو وروسته د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو او محلي پاڅونوالو له لوري عملیات ترسره شوي او د دې ولسوالۍ ټولې سیمې یې له وسله والو طالبانو پاکې کړې دي."
نوري زیاتوي، د دې جګړو په ترڅ کې سلو تنو وسله والو او شلو تنو امنیتي سرتېرو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لور ته وسله وال طالبان هم مني چې د مالستان له ولسوالۍ وتلي دي.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د سیمې له قومي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته د دوی جنګیالي د دې ولسوالۍ له ځینو سیمو په شا شوي، خو د ور اوښتې مرګ ژوبلې خبرونه یې بې بنياده وبلل.