دفاع وزارت: شنبې به سرحدي او نظم عامه ځواکونو ته معاشونه ورکړل شي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له راتلونکې شنبې ورځې به سرحدي او نظم عامه ځواکونو او هغو منسوبینو ته چې تنخواګانې یې نهدي اخيستي، معاشونه ورکړل شي.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ملي دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د معاشاتو د شفافیت لپاره د معاشاتو برښنايي سېستم پر لاره اچولی دی چې له نېکه مرغه دغه سېستم دوه اتیا په سلو کې بشپړ شوی دی، د سرحدي او نظم عامه ځواکونو چې د کورنیو چارو له وزارته دفاع وزارت ته انتقال شوي، د هغوی د ځینو منسوبینو تنخواګانې د اسنادو د نه بشپړتیا له امله ځنډېدلې وې."
نوموړي وویل، دفاع وزارت د خپلو منسوبینو د تنخواګانو د ورکړې په اړه له ماليې وزارت سره موافقې ته رسېدلي دي او راتلونکې شنبه به تنخواګانې ورکړل شي.