د سولې په اړه د مسکو غونډه کې به امریکا د څارونکي په توګه ګډون وکړي
ماریا زاخارووا نن خبریالانو ته وویل:
"د امریکا متحد ایالات د څارونکي په توګه په غونډه کې ګډون کوي او په مسکو کې د سفارت یو چارواکی به د امریکا استازیتوب وکړي."
مسکو به سبا جمعه د نوومبر۹مه، د افغانستان د سولې په اړه د غونډې کوربه وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو استازي وربلل شوي دي.
له کابله د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی نن د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.