ميلیونونه شیعه مسلمانان نن د اربعین مذهبي مراسم ترسره کوي
د اربعین د مراسمو د ترسره کولو لپاره د نړۍ له مختلفو سیمو شیعه ګان د عراق کربلا ښار ته ځي.
په کربلا کې د اربعین مراسمو ته هرکال د ۱۰ او ۲۰ ميلیونو ترمنځ شیعه مسلمانان ورځي.
که چېرې له حج سره پرتله شي، راپورونه وايي چې سږکال یوازې دوه اعشاریه څلور ميلیونه مسلمانان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د عراق حکومت سږکال په جنورۍ کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش پر ضد بری اعلان کړ، خو ویل کېږي چې د خونړيو حملو خطر لاهم شته.
داعش مکرراً پر شیعه مسلمانانو او د هغوی پر عبادت ځایونو حملې کوي.
د عراق حکومت زرګونه عسکر او پولیس کربلا ته د زیارت کوونکو د تګ راتګ په لارو کې د امنیت لپاره ځای پرځای کړي دي.