د فوټبال غوره لیګ: توپان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلې سره مخ کېږي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شي.
له دې وړاندې په نیمه پایلوبو کې شاهین اسمايي میوند اتلانو او توپان هیریرود د اباسین څپې لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړې ده.
د یادولو وړ ده چې تېرکال د دې سیالیو د اتلولي جام شاهین اسمايي لوبډلې خپل کړی وو.
د تېرکال په پایلوبه کې شاهین اسمايي لوبډله له میوند اتلانو لوبډلې سره مخ وو.