کابل کې د ووشو غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د سیالۍ پيل شوې
د یاد فدراسیون رئیس سید رحمن یورش نن ازادیو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د فالو او سندا په برخو کې پيل شوي.
ښاغلی یورش زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د ۵۷ کلپونو نه شاوخوا ۲۸۰ لوبغاړي ګډون لري.
د افغانستان د ووشو فدراسیون چارواکي په دې څانګه کې دا ډول سیالۍ د ځوانانو د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او ټینګار کوي چې د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.