نن د کرکټ د غوره ليګ يا «APL» پايلوبه يا فاينل مسابقه ده
دغه مسابقه نن د کابل پر وخت دشپې اته نيمې بجې د بلخ ليجنډز او د کابل ځوانانو د ټيمونو ترمنځ کېږي.
د کابل ځوانانو لوبډلې کټپان راشد خان ازادي راډيو ته وويل، دغه ليګ ګڼو ځوانانو ته د روزنې زمينه برابره کړه.
دغه ٢٣ مسابقې ١٦ ورځې مخکې د ٥ ټيمونو ترمنځ پيل شوې چې د نړۍ مهمو لوبغاړي هم په کې برخه لري.
په لومړۍ نيمه پايلوبه کې بلخ ننګرهار او په دويمه نيمه پايلوبه کې کابل د پکتيا ټيم ته ماتې ورکړه.