حاجی اغا: په ګمرکونو کې درېدلو سوداګریزو توکو سوداګر زیانمن کړي
رحم الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه چاره سوداګرو ته ميلیاردونه افغانۍ زیان رسوي.
نوموړي وویل، دوی له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي، خو تراوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې.
د متشبثینو په وینا، که چېرې دغه ستونزه هواره نه شي، په ښار کې به د بېلابېلو توکو قیمتونه هم لوړ شي چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.
خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د قانوني تعارفې د تطبیق په خاطر له سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په موافقې دا کار ترسره کېږي.