«IMF» به له پاکستان سره د غوښتي پور په اړه خبرې وکړي
د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې اوونۍ په پېل کې وویل چې د خپل هېواد د مالي بحران د سپکولو لپاره به د پېسو له نړیوال صندوق او د پاکستان له ملګرو هېوادونو ۱۲ میلیارده ډالر پور غواړي.
کرستین لګارد پرون، پنجشنبه د اکټوبر ۱۱مه، د پاکستان د مالیې له وزیر اسد عمر او د مرکزي بانک له مشر طارق باجوه سره په اندونیزیا کې وکتل او د پاکستان پر مالي ستونزو یې خبرې ورسره وکړې.
کرستین لګارد وویل چې د پيسو د نړیوال صندوق د مامورینو یوه ډله به اسلام اباد ته ولاړه شي او له پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ په اړه پر امکاناتو به خبرې ورسره وکړي.
دې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې هم پاکستان ته ۶ اعشاریه ۷ میلیارد ډالر پور ورکړی و.