افغانستان له کويت څخه په څو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
صلاح الدين رباني چې په يوه رسمي سفر کويت ته تللى، نن د کويټ له وليعهد نواف الاحمد الجابر الصباح سره د افغانستان او کويت د همکاريو پر دوام خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې وليعهد الصباح په ټولو برخو کې د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
په دې کتنه کې افغان ځوانانو ته د کويت د تحصليي بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.