په افغان کرکټ لیګ کې پکتیا او کابل نن خپل لومړۍ سیالي کوي
دا د افغانستان د غوره لیګ لومړۍ لوبه ده چې د کابل په وخت د شپې په اته نیمو بجو پیلېږي.
د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې چې درې اونۍ دوام کوي، د کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ لوبډلې برخه لري.
د افغانستان غوره لیګ، د نړۍ له لومړی درجه لیګونو څخه شمېرل کېږي او د تکړه افغان لوبغاړو د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د کرکټ نامتو لوبغاړي هم برخه پکې لري.