ایران په سوریه کې پر سخت دریځو وسله والو بالسټیک توغندي ویشتي
په اهواز کې د سېپټمبر په ۲۲مه پر پوځي پریډ د حملې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.
د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د ایراني میزائیلو په دې حمله کې چې د سوریې په ختیځ د البو کمال په سیمه کې یو کمپ په نښه شوی و، یو شمېر سخت دریځي وژل شوي دي.
تهران ایراني عرب بیلتون غوښتونکي د اهواز د حملې مسوول بللي، خو د اسلامي دولت ډلې یا داعش یې هم مسوولیت په غاړه اخېستی دی.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک رسمي ویبپاڼې نن دوشنبه خبر ورکړ چې په دې حمله کې د هغو کسانو مقر په نښه شوی و چې د اهواز د ترورستي جنایت مسوول دي.