امریکا: پر ایران لګول شوي بندیزونه قانوني دي
دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکارې جنیفر نیوسټید نن په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې قاضیانو ته وکړې او د ایران هغه ادعاوې چې وایي، پر ایران د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا لګول شوي بندیزونه غیر قانوني دي او هغه باید لغوه شي، رد کړې.
تهران په دې اړه خپل شکایت دغې نړیوالې محکمې ته وړاندې کړی او استدلال کوي چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵ میلادي کال له لاسلیک شوې د دوستۍ او همکارۍ له موافقې سرغړونه کړې ده.