چارواکي: په جلال اباد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۴ تپیان دي
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، چاودنه د ټاکنو کمېسیون مخې ته د جاوید زمان د پلویانو د پرلت خېمې سره شوې، خو نوموړی وايي چې د تلفاتو او د برید د نوعیت په اړه کره معلومات تر اوسه نشته.
خو د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله مياخېل وايي چې د پېښې له ځایه د جلال اباد مرکزي روغتون ته دوه جسدونه او څلور ټپیان ور وړل شوي دي.
مياخېل وايي، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعیت نازک دی.
جاوید زمان غمشریک چې د پارلماني تاکنو د نوماندانو له لېسته لېرې شوی، پلویانو يې په غبرګون کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته د اعتراض خېمه لګولې وه چې د هېواد د خپلواکۍ او د اختر رخصتیو په مناسبت دا خېمه په موقتي ډول ټوله شوې وه چې نن د شنبې په ورځ د رسمیاتو د پيل سره سم دوی د اعتراض په ډول بیا خېمه ولګوله.