مایکروسافت د روسیې له خوا د هک کولو نوې هڅې موندلې
مایکروسافټ ویلي، د هاکرانو دا ډله چې د روسیې له حکومت سره تړاو لري، د انټرنیټ جعلي ادرسونه یا ډومینونه یې جوړ کړي چې په وسیله یې غواړي په واشینګټن کې د دوو هغو محافظه کارو څیړنیزو ادارو په نوم ځان معرفي کړي چې د کرمیلن منتقدان دي.
دا شرکت وايي، روسي هاکرانو همدارنګه درې نور ډومینونه هم جوړ کړي چې داسې یې ډیزاین کړي لکه د امریکا په سنا پورې چې اړه ولري.
مایکرو سافت د هاکرانو دا ډله (Strontium ) سټرونټیوم په نوم یاده کړې ده، ځینې نور یې د فنسي بیر ( Fancy Bear) په نوم هم یادوي.
د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه د ځانګړي څیړونکي رابرټ مولر له خوا دا ډله د روسیې له استخباراتو سره تړلې بلل شوې ده.
دا هماغه ډله ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کمیټې او هیلري کلینټن د انتخاباتي کمپاین د ایمیلونو په هک کولو هم تورنه ده.
کرملین رد کړې چې ګوندې دا هکران د روسیې له حکومت سره تړاو ولري.