په کندهار کې یوې ترافيکي پېښې ۶ کسان ووژل
پېښه نن یکشنبه ماسپښین مهال د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د دوو موټرو د ټکر له کبله وشوه.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستيال ویاند عبدالبشير خاکسار وایي، په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کي ښځې هم شاملې دي.
ښاغلي خاکسار زیاته کړه چې د پېښي د علت په اړه د دوی پلټنې پيل شوې دي.
تېز تګ، د سړکونو د سور کموالی او د موټر چلوونکو بې اختیاطي هغه عوامل دي چې ډېر کله پر لويو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو باعث کېږي.