چارواکي: د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۸ محلي پولیس وژل شوي
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې چې د جوزجان د ولایت پولې ته نېږدې پرته ده، برید وکړ چې محلي پولیسو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
هغه د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر ونه ښود، خو د محلي پولیسو یوه پخواني قوماندان او قومي مشر ضابط کریم د پېښې له ځایه ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د محلي پولیسو اته غړي وژل شوي او دوه یې ټپیان دي.