د پکتیا ځیني نوماندان والي او یو شمېر وکیلان په جعلکارۍ تورنوي
دوی د پکتیا پر والي شمیم خان کټوازي هم تور پورې کړ چې شمیم خان کټوازی د نواب منګل، راضیې منګل، ګل پاچاه مجیدی او ابراهیم غښتلي چې د ولسي جرګې برحال غړي دي، ملاتړ کوي او د دوی په خبره، د همدغو وکیلانو لهخوا پر شوي جعل او تزویر پرده اچوي.
خو تورنو وکیلانو او د پکتیا والي پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د دې تورونو د سپیناوي په خاطر ځواب ویلو ته حاضر دي.
تورنو وکیلانو ګواښ وکړ چې که مقابل لوری یې پر دوی د پورې شویو تورونو شواهد وړاندې نهکړي، دوی به د خپل حیثیت د اعادې په خاطر، عدلي او قضایي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅچا ته به اجازه ورنهکړي چې د ټاکنو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.