غزني ته د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه استول کېږي
جمهوري ریاست وايي،دا پریکړه تېره شپه د وسله والو ځواکونو د اعلې سرقوماندانۍ په غونډه کې وشوه.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي دي ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د غزني له والي، امنيي قوماندان او د ۲۰۳ تندر قل اردو له قوماندان سره خبرې وکړې.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د غزني قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه مظاهره وکړي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني په دې اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې ده او حکومت يې باید د مخنیوي لپاره بیړني او جدي ګامونه پورته کړي.
بل لور ته دفاع وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به په غزني کې وضعیت بدل شي.
دفاع وزارت وايي، ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره په غزني کې د طالبانو پر ضد عملیات ورو پرمخ ځي.
طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار ډله ییزې حملې وکړې.