چارواکي: په ارزګان کې ۶وسله وال طالبان وژل شوي
د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان لومړي څارن ملک زین الله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا۱۲بجې کړي وو.
د ده په خبره په ځوابي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.