ناټو ځواکونه د لوګر په ازره ولسوالۍ د ۹ افغان پولیسو وژنه څېړي
وسله والو طالبانو تېره شپه پر ازره ولسوالۍ له څو خواوو حمله وکړه چې د چارواکو په وینا، لا هم روانه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې په ازره کې امنیتي ځواکونو تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې وه.
رحیمي ویلي چې نړیوالو ځواکونو د ملاتړ لپاره الوتکې ور استولې وې، خو تېروتنه یې کړې او امنیتي ځواکونه یې بمبارد کړي دي.
نصرت رحیمي پردې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چې وسله والو طالبانو ته هم درانه تلفات رسېدلي دي.