د عراق صدراعظم د دغه هېواد د برښنا د وزير د دندې د ځنډولو امر کړى
دا په داسې حال کې ده چې د عامه خدماتو د خرابېدو او اداري فساد له کبله اعتراضونه شوي دي.
د صدراعظم دفتر نن وويل چې د برښنا وزير قاسم الفهداوي دنده به تر هغو ځنډېدلې وي چې د اوبو او برښنا د خدماتو په خرابېدو کې د ده د رول په تړاو څېړنې بشپړې شوې نه وي.
په خپله الفهداوي سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
روانه مياشت په عراق کې د دوبي له ګرمۍ سره جوخت په ځانګړي ډول، د برښنا د خدماتو د خرابېدو له کبله مظاهرې وشوې.