د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه محاکمه کړل
دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي په ملاتړ د اعتراض په تړاو محاکمه شوي دي.
د مصر پوځ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په زور محمد مرسي له واکه لېرې کړ چې پر ضد يې یوشمېر کسانو اعتراضي تحصن وکړ او تحصن کوونکي د پوځ په زور وشړل شول.
په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی.
د مصر الاحرام ورځپاڼې نن وویل چې نور ۶۶۰ کسان به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې محاکمه شي.
د عفوې نړیوال سازمان تېره میاشت وویل چې په مصر کې داسې ډله ییزې محاکمې په زغرده عدالت مسخره کوي.