په پکتیکا کې د نجنو د لیلیې جوړېدو د بنسټ ډبره کېښول شوه
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته میلیونه او دوه نوي زره افغانیو په ارزښت مجهزه لیله جوړېږي چې چارې یې نن پنجشنبه رسماً پیل شوې.
په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پوهنې ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخیستي وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا یو ستر ګام یاد کړ او په وینا یې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې وتوانېدل چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لیلیې جوړېدو چارې پیل کړي.
د پکتیکا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې نجینو ته لیلیه جوړیږي.