د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو یوه ډله نیول شوې
محمد عارف نوري وايي:
"د وسلهوالو مخالفانو یوه ۳۶ کسیزه ډله چې ۱۱يې قوماندان دي، د اندړو ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې د غونډې په وخت کې نیول شوې ده. هغوی جلسه درلوده او پر امنیتی پوستو يې د ترورېستي حملو پلان جواړوه."
د غزني د والي ویاند وویل چې وسلهوالو طالبانو له دې مدرسې د وسلهوالو د جذب او د تخریبي فعالیتونو د ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.
د نوري په وینا، په اندړ ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې د نور المدارس پر مدرسې په پوځي عملیاتو کې د مدرسې ښوونکو او زدهکونکو ته زیان نهدی رسېدلی.