ډونالډ ټرمپ او ژان کلود یونکر د سوداګريزې جګړې مخه نيولې
ډونالډ ټرمپ او ژان کلود یونکر د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې سره وکتل.
يونکر خبريالانو ته وويل:
"موږ یو شمېر برخې په نخښه کړي چې باید ګډ کار پرې وکړو. د صنعتي توکو په برخه کې د صفر تعرفې پر لور کار وکړو چې دا زموږ اصلي هدف دی. د انرژۍ په برخه کې هم همکاري زياتوو."
د جرمني د اقتصاد وزير پيترالت ماير دا موافقه ډېره مهمه بللې ده چې د ده په وينا د سوداګريزې جګړې مخه نيولای شي او میليونونه دندې ژغورلای شي.
د موافقې له مخې به امریکا د اروپايي ټولنې هېوادونو د موټر جوړونکو پر وړاندې تعرفه نه وضع کوي او دواړه لوري به د امریکا د اوسپنې او المونيم د تعرفې پر ستونزه حلولو کار کوي.
اروپايي ټولنې ژمنه کړې ده چې د امریکا سویابين او طبيعي ګاز به پېري.
ټرمپ خبريالانو ته وويل چې دواړو لوريو توافق کړی چې د اړيکو یو نوی فصل پيل کړي او د تعرفې د منځه وړلو پر لور ګډ کار وکړي.