افغان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې لوبډله اعلان کړه
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د دوه مختلفو فارمټونو لپاره د لوبډلې ځانګړنو ته په اشارې وویل دوی دغو سیالیو وړ او ځوان لوبغاړي ټاکلي دي چې نتیجه به يي د راتلونکي نړیوال جام لپاره هم اغېزمنه وي.
په اعلان شوې لوبډله کې د حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سیداحمد شېرزاد په څير ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف هم بېرته راستون شوی دی.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټه وايي چې شاه پور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او حمید حسن د ټپونو له تر درملنې لاندې دي نو ځکه د غواروی په بهیر کې په پام کې نه دي نیول شوي.
افغانستان د را روانې اګست میاشتې له شلمې نيټې څخه تر ۳۱ نېټې پورې د ایرلېنډ پر وړاندې د ایرلېنډ په کوربه توب دری شل اوریزې او دری یو ورځنۍ سیالۍ لري.