انګېلا مېرکل: د کډوالو پرپالیسۍ بحث یو ضروري بحث دی
هغې په برلین کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال زیاته کړې چې د کډوالو پرپالیسۍ بحث یو ضروري بحث دی چې باید شوی وی.
نوموړې د کډوالو د پالیسۍ پر سر د دې د واکمن ائتلاف ترمنځ د اختلافاتو سربېره هوډ څرګند کړې چې د ټاکل دورې تر پایه به واک کې پاتې شي.
د جرمني د صدراعظمې په توګه د مېرکل اوسنۍ دوره په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي.