په کابل کې د ۶ زونونو کرکټ ټیمونو سیالۍروانې دي
د دغو سیالیو په لړ کې نن امو او بوست لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده.
امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام سیالیو دویم پړاو کې د بوست لوبډلې ته ۳۱۹ منډې هدف وټاکه.
په روانه لوبه کې چې ټاس يې بوسټ لوبډلې وګاټه او امو لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي ۱۲۳ منډې او ځوان لوبغاړي ریاض حسن ۱۰۳ منډې وکړې.
اوس د سیالۍ دوهمه پاڼې رونه ده وروسته به معلومه شي چې یاده لوبه د کومې لوبډلې په بریا پای ته رسېږي.