له هراته هند ته د نشه یي موادو ۴ قاچاق کوونکي نیول شوي
څلور کسان چې غوښتل یې نشه يي مواد د هرات له هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر حمید الله نصرت زاده د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا څلور کسان چې د هیروئينو ۲۵۴ کپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د هرات د هوايي ډګر له لارې یې ډهلي ته قاچاق کړي، هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې پوليسو په ګذره ولسوالۍ کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې په دې ډله کې یو تن چې ډېر کپسولونه یې په خېټه کې ځای پر ځای کړي وو، ناروغ او په روغتون کې بستر دی.