د یوه ډیپوټ شوي افغان وژل کېدو په جرمني کې بحثونه پارولي
د جرمني د حکومت مخالف ګوندونو د کورنیو چارو له وزير هورست سي هوفر Horst Seehofer څخه غوښتي چې له دې پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړي.
۲۳ کلن افغان چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د سې شنبې په ورځ په کابل کې ځان وواژه.
ده په جرمني کې اته کاله تېر کړي وو، خو د پناه غوښتنه يې رد شوې وه.
دا پېښه وروسته له هغه شوې چې جرمني د جولای مياشتې په څلورمه نېټه ۶۹ افغانان بيرته افغانستان ته ستانه کړل.
سي هوفر چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي دريځ لري، د دغو کسانو د بيرته ستنولو هرکلی کړی وو او ويلي يې وو چې ۶۹ افغانان د ده په ۶۹مه کليزه ستانه شول.
د ازاد ډموکراټ ګوند مشر ګید جينسن Gyde Jensen ويلي چې د سي هوفر خبرې ښکاروي دی پر ناسمه دنده ګومارل شوی دی او د دای لينک ګوند مشر يان کورتې Jan Korte ويلي چې وخت رارسېدلی سي هوفر له خپلې دندې ليري شي.