ناټو مقدونیا ته د غړیتوب لپاره د رسمي خبرو بلنه ورکړه
دا بلنه چې له ډېرې مودې راهیسې یې تمه کېده، پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ هېوادونو د مشرانو له غونډې وروسته ورکړل شوه.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"د ناټو وَر پرانیستی دی او پرانیستی به وي. موږ د اتن او سکوپیې د تېرې اوونۍ د تاریخي موافقې تود هرکلی وکړ، نن مو ومنله چې د غړیتوب لپاره د مقدونیا له حکومت سره خبرې پیل شي. کله چې د هېواد د نوم د بدلېدو لپاره ټوله ملي پروسه بشپړه شي، دا هېواد به د ناټو ۳۰م غړی شي."
مقدونیا ته وروسته له دې بلنه ورکړای شوه چې له یونان سره د مقدونیا د رسمي نوم پر سر د څه باندې ۱۰ کلونو اختلاف حل شو.
یونان له ډېرو کلونو راهیسې د مقدونیا له رسمي نوم سره مخالف و، ځکه چې د یونان یوه سیمه هم مقدونیا نومېږي.