په غزني کې پر دولتي ودانيو په راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي
د والي وياند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا توغندي په داسې حال کې ويشتل شوي چې د ولايت په ودانۍ کې دننه د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په مشرۍ امنيتي غونډه روانه وه.
ښاغلى نوري وايي، په ټپيانو کې ٢ سرتېري او ٩ ملکيان شامل دي.
يو راکټ د ولايت، بل د پوهنې رياست او درېيم د ښاروالۍ رياست په انګړ کې لګېدلى دى.
وسله والو طالبانو د دغو راکټي بريدونو مسؤليت منلى دى.