پامپیو: له شمالي کوریا سره یې بحثونه په ښه باور ترسره شول
پامپیو وايي، د شمالي کوریا له لوړپوړي چارواکي کیم یونګ چونګ سره یې بحثونه په ښه باور ترسره شول او په ځینو برخو کې په کې ښه پرمختګ وشو.
مایک پامپیو توکیو ته پر لاره خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم چې موږ د خپلو بحثونو په ټولو اړخونو کې پرمختګ وکړ."
خو پامپیو ټینګار وکړ چې په نورو برخو کې لا هم کار ته اړتیا ده چې د نوموړي په وینا، په مشخصو مسئلو د دواړو لورو له خوا ټاکل شوي ځانګړي ګروپونه به یې ترسره کړي.
دا د جون په ۱۲ مه د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر منځ له غونډې وروسته شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر و.