رستمي: په هرات کې د اوبو لګولو ۶ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هرات کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه کانالونه د انجیل ولسوالۍ اړوند د ده ازبک، تولاداب، بازرګان، سرای نو، جوی اسیا او جوی هزارګي کلیو کې جوړ شوي دي.
نوموړي وویل، دغه کانالونه د اوبو په لېږد، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي، د اوبو د سرعت د زیاتېدو او د اوبو پر سر د شخړو د مخنیوي په برخه کې اساسي رول لري.
د ده په وینا، دغه کانالونه د دوه زره او سل هکټاره ځمکې د خړوبولو امکانات برابر کړي، شپږ سوه کورنۍ له دغو پروژو په دایمي ډول ګټه اخیستلای شي او ۹ زره کسانو ته یې کاري بوختیاوې برابرې کړې دي.
د دغو کانالونو مجموعي لګښت نېږدې ۵۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي چې په کروندو کې د اوبو د تنظیم د پروژې له خوا ورکول کېږي.