د سمنګان ولایت په مستوفیت کې برېښنايي سیسټم فعال شو
د ماليي وزارت د عوایدو سیسټم د تشریح مسول سید احمد نوید نظامي ازادي راډیو ته وویل چې په ګمرکونو، مستوفیتونو او بندرونو کې د د برېښنايي خدمتونو فعالیدل لویو او وړو سوداګرو ته د پروسې د چټکتیا او شفافیت په برخه کې ګڼ سهولتونه رامنځته کوي.
دی وايي، د دغه سیسټم لپاره فعالېدو سره نه یوازې د بیروکراسۍ او د وخت د ضایع کېدو مخه نیول کېږي بلکې مالیو ورکونکو ته دا احساس ورکوي چې د دوی مالیه د دولت تر خزانې رسېږي.
د افغانستان د ځينو ادارو د برېښنايي کېدو هڅې داسې مهال مخ په پراخېدو شوي چې نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره د مرستو د دوام په خاطر د شفافیت د ټینګښت او د فساد ضد د ځينو اقداماتو غوښتنه کړې ده.