د پاکستان پوځ وايي ۲ افغان سرتېري یې چمن کې افغان لوري ته سپارلي
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې چې پرون چهارشنبې خپره شوه ویلي دي چې حیاتالله او لطیفالله خان یې د چمن په سرحدي سیمه کې افغان پولیسو ته تسلیم کړل.
د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې دا دوه افغان سرتېرې سهواً له کرښې د پاکستان لور ته پورې وتلي وو چې بیا پاکستاني حکومتي ملېشهوو نیولي وو.
په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې دغه عسکر کله د پاکستان لوري ته اوښتې وو.