امریکا او روسیې د اټمي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي
په نړۍ کې د اټمي وسلو د زېرمو په اړه دغه وروستۍ شمېره د سټاکهولم د نړیوالې سولې څېړنیز انسټټیوټ په نوي راپور کې چې ننیې خپور کړی، څرګنده کړې ده.
راپور وایي چې هغه پېژندل شوي نهه هېوادونه چې اټمي وسلې لري، د دغو وسلو شمېر تېر کال ۱۴ زره ۹۳۵ و.
له دې سره سره چې امریکا او روسیې د اټمي وسلو زېرمې کمې کړي، خو بیا هم په نړۍ کې د ټولو اټمي وسلو په ۱۰۰ کې نږدې ۹۲ له دوی سره دي.