عبدالله: د تېروتنو د سیاست دوام د پاکستان او افغانستان په ګټه نه دی
ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه په کابل کې له ښاغلي باجوه سره وکتل.
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې کتنه کې ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړې چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه واخلي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ددې لیدنې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:
"تل هغه څه چې پاکستان ظاهراً د افغانستان له دولت او ملت سره ژمنه کړې، هسې چې موږ یې تمه درلوده، عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي، په همدې خاطر یو ټکی چې اجرائیه رئیس پرې ټینګار وکړ، دا و چې موږ باید موضوعاتو ته له یوه نوي لیدلوري وګورو او هغه څه چې ژمنه یې کوو، باید چې عملي ګامونه یې لپاره پورته کړو."
له اجرائیه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له قوله هم وايي چې د پخوانیو تېروتنو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د سې شنبې په ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم د پاکستان او افغانستان تر منځ پر شته مسئلو خبرې کړي دي.