سبا پنجشنبه د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي
په لومړنۍ لوبه کې کوربه هطواد روسیه د سعودي عربستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
دا لوبه د مسکو پر وخت مازیګر پنځه بجې پیلېږي.
د فوټبال د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۳۲ ټیمونه په اتو ډلو کې له یو بل سره سیالي کوي.
دا لوبې به د جولای د میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام وکړي.